د پنجاب په تعلیمي ادارو کښې په سیاسي غونډو د بندیز لپاره ګورنر پنجاب د د پوهنتونونو مشرانو ته لیکونه استولي دي

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب ګورنر بلیغ الرحمان په سرکاري پوهنتونونو کې د سیاسي غونډو د بندولو لپاره وائس چانسلرانو ته لیکونه استولی دی.
په ليکنه کې راغلي چې د تعليمي ادارو فورم بايد د نفرت او سياسي اجنډا لپاره ونه کارول شي، پوهنتونونه دې يوازې د تعليمي موخو لپاره وکارول شي.
د پنجاب ګورنر بلیغ الرحمان د دولتي پوهنتونونو وائس چانسلرانو ته په استول شوي خط کې ویلي دي چې تعلیمي ادارو ته د هیڅ سیاستوال راتګ منع نه دی خو په دولتي پوهنتونونو کې به سیاسي جلسې نه کیږي.
دا خبره مهمه ده چې پخواني وزیراعظم عمران خان او یو شمیر د مخالفو ګوندونو مشران په یو بل باندې داسې نیوکې کوي چې له امله ی په ټولنه کښې د خلکو ترمینځ کرکه خپریږي.
وفاقي وزیرې مریم اورنګزیب هم په عمران نیوکه کړې وه چې یوه تعلیمي اداره باید د نفرت خپرولو لپاره و نه کارول شي.
……………………..
نور خبرونه
د فوځ سرلښکر په سروس کښې ایکسټنشن په خپله نه اخستل هم یو ښه روایت او ښه خبره ده: شاهد خاقان عباسي
د وزیراعظم شهباز شریف د نااهلې لپاره جمع شوی درخواست باندې سپریم کورټ رجسټرار اعتراضونه راپورته کړي
هغه کسانو له شرم کول په کار دي چې تعلیمي ادارې د شر او فساد خپرولو لپاره وکاروي: مریم اورنګزیب
اعتزاز احسن په پاکستان تحریک انصاف کښې د شاملیدلو خبرونه دروغ بللي دي






