اسلام آباد هایی کورټ د مسجد نبوي د سپکاوي په مقدمه کښې د پي ټي آیی د مشرانو د غیر ضروري نه ځورولو لارښوونه کړې ده

0
115

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ د مسجد نبوي د پېښې په اړه د شيخ رشيد، فواد چوهدري او د پي ټي آئي د نورو مشرانو په ضد مقدمو کښې درخواست کوونکو ته د غير ضروري نه ځورولو لارښوونه کړې ده.
د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس اطهر من الله د کيسونو په ضد د درخواستونو اورېدنه کړې، درخواست کونکی او پخوانې وفاقي وزير شېخ رشيد هم اسلام آباد هائي کورټ کښې حاضر شوي۔
د قومي اسمبلۍ پخواني سپيکر اسد قيصر وکيل وويل د مې په ۲۵مه د ازادۍ مارچ په ورځ په ټول ملک کې مقدمې درج شوې وې، مونږ د دې ټولو کيسونو ريکارډ هم غواړو.

وکیل شیخ رشید ویلي چې دده د موکل په کور څو ځله چاپه وهل شوې ده.د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس اطهر من الله وويل دغه محکمه يواځې د اسلام اباد تر حده پورې حکمونه ورکولى شي.
چيف جسټس پوليسو ته هدايات کړي چې غير ضروري ځورونه دې نه کوي، هغه څه دې نه کوي چې تل يې کړي دي، بې دليله د خلکو پرضد مقدمې درج کول ښه کار نه دی.

عدالت په داسې حال کې چې د درخواست کوونکو په ضد درج شوي مقدمو تفصيلات وړاندې کولو امر وکړو او ويې ويل چې د کورنيو چارو سيکرټري ته د رپورټ جمع کولو اخري موقع ورکوي.

عدالت د مقدمې اورېدنه د ستمبر تر ۲۳مې نېټې پورې وځنډوله.
نور خبرونه

پخواني چیف جسټس ګلګت بلتستان د اسلا آباد هایی کورټ څخه د عدالت سپکاوي مقدمه کشې غیر مشروط معافي غوښتې ده

سپریم کورټ کښې د التوا د قضیو شمیر له 54 زره 134 څخه 50 زره 265 ته راټیټ شوی دی: د پاکستان چیف جسټس ، عمر عطا بندیال

د سپریم کورټ د اې ۶۳ په اړه پریکه د آیین خلاف ورزي ده

عمران خان وایی چې رافیل وس ریټایرډ شوې ده، هغه سره ملاقات کومه ستونزه نه لري، رافیل له امریکا حکومت سره وس کومه معامله او لین دین نه لري

بلوچستان، کویټه کښې د وړو بحران سر را راوچت کړې دې، د وړو نرخونه زیات شوي دي

Leave a reply