عمران خان وایی چې رافیل وس ریټایرډ شوې ده، هغه سره ملاقات کومه ستونزه نه لري، رافیل له امریکا حکومت سره وس کومه معامله او لین دین نه لري

0
210

باغی ټي وي رپورټ
پخواني لومړي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د امریکا د سي آی اې له شنونکي، پخواني ډیپلوماټ او لابیسټ رابین رافیل سره د لیدنې پخلی کړی دی.

شخصي ټي وي سره د مرکې په مهال عمران خان وويل رابن رافیل له ډېر وخت راهسې پېژني، هغه د امريکې حکومت سره نه بلکې د يو تھنک ټېنک سره دی.
هغه وويل چې له امريکا سره بايد کاملې اړيکې ولرو، خو بايد کار ونه کړو، ما له امريکا سره هيڅ ډول تشنج نه درلود، په دوه اړخيزو اړيکو کې ستونزې پيدا کېږي، حل کېږي، دا په دې مانا نه ده چې ماتېږي.

د يادونې وړ ده چې د اتوار په ورځ داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې پخوانۍ امريکايي ډيپلوماټ رابن رافيل د پاکستان د تحريک انصاف له مشر عمران خان سره ليدلي دي.
دسرچينو ترمخه رابن رافيل دعمران خان سره په بني گالا کې ليدلي چې پکې سينيټر شهزاد وسيم هم موجود ؤ.

سرچینه وايي، رابین رافیل د امریکا پخوانۍ دیپلوماته او د سي آی اې شنونکې او لابیست ده او په ۱۹۹۳ کال کې د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وه
دسرچينو ترمخه فواد چوهدري په پاکستان کې دامريکا سفير ډونلډ بلوم سره هم ليدلي دي اؤ هغه د ستمبر په اتمه نيټه دامريکا په سفارت کې ليدلي دي.

د پي ټي ائي مشر فواد چوهدري د عمران خان او رابن رافیل د ملاقات په اړه ویلي وو چې دا ملاقات درې کاله وړاندې شوې خو هغه پرون په خبري غونډه کې وویل چې عمران خان سره په دې اړه خبرې نه دي شوي.

هغه وویل که رابین رافیل دلته وي یا دلته راشي نو هغې سره په غونډه کې کومه ستونزه نشته، هغه ریټایرډ شوې ده، خان اوویل چې وس هغه د امریکا له حکومت سره هیڅ ډول معامله نه لري.
…………………………………….
نور خبرونه

پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه پخواني وفاقي وزیر فواد چوهدري مهمو امریکایی دپلوماتاتو سره لیدنه کړې ده

د امریکایی ډپلوماټانو سره ملاقاتونه، فواد چوهدري خپل فکر ۲۴ ساعته کښې بدل کړې

امریکایی ډالر د پاکستاني کلدارۍ په مقابله کښې نور هم ګران شوې دې

ملک دیوالیه شوې دې، بس صرف اعلان کول پاتې دي: شیخ رشید

Leave a reply