د امریکایی ډپلوماټانو سره ملاقاتونه، فواد چوهدري خپل فکر ۲۴ ساعته کښې بدل کړې

0
159

باغی ټي وی رپورټ
فواد په ۲۴ ساعتونو کې د عمران او پخواني امریکايي ډیپلوماټ تر منځ د لیدنې په اړه خپل فکر بدل کړ
پخواني وفاقي وزير او د پاکستان د تحريک انصاف مشر فواد چوهدري د عمران خان او پخوانۍ ښځينه امريکايي ډيپلوماټ، د سي آی اې شنونکي او لابيسټ رابن رافيل تر منځ د ليدنې په اړه په ۲۴ ساعتونو کښې خپل سوچ بدل کړې دې.
د عمران خان او روبین رافیل پرونۍ ملاقات په اړه فواد چوهدري وویل چې دا ملاقات درې کاله وړاندې شوی و او نن یې په خبري غونډه کې وویل چې په دې اړه یې له عمران خان سره خبرې نه دي کړي.
فواد چوهدري وويل تر اوسه د عمران خان نه پوښتنه نه شي کولى، چې رابن رافیل سره يې ليدلي او که نه؟

هغه وویل که رابین رافیل دلته وي او راشي، په غونډه کې کومه ستونزه نشته، هغه تقاعد شوې ده، د امریکا له حکومت سره کومه معامله نه لري.
فواد چوهدري زیاته کړه چې امریکايي سفیر یوازې د پښتونخوا دوره کړې وه، که امریکايي حکومت یا سفارت د سېلاب په اړه له موږ سره رابطه وکړي، نو دوی به له امریکايي حکومت او سفارت سره حکومتي راکړې ورکړې او سیاسي اړېکې جاري ساتي.

هغه وویل، موږ روښانه پالیسي لرو چې له امریکا سره په مساوي کچه اړیکې غواړو، نه دا چې جګړه غواړو، موږ له امریکا سره جګړه نه لرو، موږ د امریکا او پاکستان د اړیکو ستر اهمیت پیژنو.

ياده دي وي چي تيره ورځ د پخواني وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان سره د پخواني امريکي ډيپلوماټ رابن رافل د ملاقات خبرونه هم مخې ته راغلي وو۔
نور خبرونه

پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه پخواني وفاقي وزیر فواد چوهدري مهمو امریکایی دپلوماتاتو سره لیدنه کړې ده

Leave a reply