پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه پخواني وفاقي وزیر فواد چوهدري مهمو امریکایی دپلوماتاتو سره لیدنه کړې ده

0
77

باغی ټي وي رپورټ
پخواني لومړي وزیر او د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان سره د امریکا پخواني ډیپلوماټ رابین رافیل لیدلي دي.

دسرچينو ترمخه رابن رافيل دعمران خان سره په بني گالا کې ليدلي چې پکې سينيټر شهزاد وسيم هم موجود ؤ.

سرچینې وايي رابین رافیل د امریکا پخوانۍ ډیپلوماته او د CIA شنونکې او لابیست ده او په ۱۹۹۳ کال کې د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وه.
دسرچينو ترمخه فواد چوهدري، چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت پخواني وزیراطلاعات وو، په پاکستان کې دامريکا سفير ډونلډ بلوم سره هم ليدلي دي .
د سرچنیو ترمخه هغه دستمبر په اتمه نيټه دامريکا په سفارت کښې د امریکا سفیر سره مهمه لیدنه کړې وه.

جيو نيوز د سناتور شهزادوسيم او فواد چوهدري دريځ ترلاسه کولو هڅه وکړه خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
دا خبره مهمه ده چې کله د عمران خان په ضد د ناباورې تحریک بریالۍ شو او عمران خان د وزیراعظم څوکۍ څخه لرې کړې شول نو بیا عمران خان داسې تور لګولې وو چې دوی د وزیراعظم څوکۍ څخه د امریکا تر سازش لاندې لرې کړل شو او د پاکستان تحریک انصاف حکومت د امریکا سازش ترلاندې نسکور کړې شو.

Leave a reply