بلوچستان، کویټه کښې د وړو بحران سر را راوچت کړې دې، د وړو نرخونه زیات شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان او د ملک په نور برخو کښې که یو اړخ ته خلک سیلاب او بارانونو بد اغیزمن کړي دي نو بل اړخ ته په ملک ښې او په کوئټه کښي د اوړو نرخونه زيات شوي دي د تندور مالکانو هم د تندوري روټي په وزن کښي کمي او قيمت زيات کړي دي۔
ضلعې انتظاميې او نرخ کمېټۍ سترګې پټې کړې او عام اولس يې د تندر مالکانو په رحم او کرم باندې پريښودو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په کوټه ښار کې له ١٦٣ څخه زيات تندورونه شته، چې د ورځې په اوږدو کې يې ښاريان په زرګونو روټې اخلي.سرچينې وايي، د ٢٥ کلدارو پر ځاى ٣٢٠ ګرامه روټۍ په ٥٠ کلدارو پلورل کېږي، په ځينو ځايونو کې د کم وزن روټۍ په ٢٥ او ٣٠ کلدارو پلورل کېږي.
نور خبرونه
بلوچستان، کویټه کښې د وړو بحران سر را راوچت کړې دې، د وړو نرخونه زیات شوي دي
د امریکایی ډپلوماټانو سره ملاقاتونه، فواد چوهدري خپل فکر ۲۴ ساعته کښې بدل کړې






