ملک دیوالیه شوې دې، بس صرف اعلان کول پاتې دي: شیخ رشید

باغي ټي وي رپورټ
د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد وايي، هېواد تقريباً دیوالیه شوی، يوازې اعلان پاتې دی.
خپل يو بيان كښې شيخ رشيد ووئيل چې برېښنا 4.50 روپۍ في يونټ ګرانه كړې شوې ده، د خلكو چولۍ نه سوځي نو پخپله به لارو كوڅو ته راوځي۔
د داخله پخواني وفاقي وزير وويل د ملک ټول سياست د نومبر په مياشت کښې ګرځي.
له دې وړاندې اسلام اباد هائيکورټ کې تر حاضرېدو وروسته شيخ رشيد له ميډيا سره په مرکه کې ويلي وو چې عمران خان نه پوځ او نه حکومت ځوروي.
خبریال پوښتنه وکړه چې ایا تاسو اوس هم په مدینه منوره کې د رامنځته شوې پېښې ملاتړ کوئ؟
په دې اړه شیخ رشید وویل چې ته دا خبره پرېږده، د ټولو کیسونو ایف آی آرونه یو ډول دي، زه د دې پېښې پر مهال په مدینه شریف کې هم نه وم، کله چې دوی څه ونه موندل شول نو دا کېسونه یې را پیدا کړل.
شيخ رشيد زياته کړه چې چيف جسټس د معمول په شان ښه فيصله کړې ده چې مونږ دې نه ځورولے شي، عدالت په دې اړه هم رپورټ غوښتې چې چرته مقدمې درج شوې دي، اوس په فيصل آباد کښې يوه ورځ، اٹک کښې يوه ورځ. لاهور ته لاړ شه او یوه ورځ کوهسار ته؟ بيا به ټوله مياشت په همدې کار کې تېره شي، چيف جسټس پخوا هم ښه فيصله کړې وه خو ښايي د پوليسو لاس ته په رسېدو کې ډېر وخت ونيسي.
نور خبرونه
د پاکستان دیوالیه کیدو ګواښ سره مخامخ کولو ذمه وار د عمران خان حکومت دې، وس مو دا ګواښ ختم کړې دې
ضم قبایلي علاقه، شمالي وزیرستان کښې په یو ماشوم کښې د پولیو ناروغۍ وایرس تصدیق شوې دې






