ضم قبایلي علاقه، شمالي وزیرستان کښې په یو ماشوم کښې د پولیو ناروغۍ وایرس تصدیق شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
شمالي وزيرستان کښي د دريو مياشتو ماشوم کښي د پوليو تصديق شوے دے چي پکښي روان کال ملک کښي د پوليو کيسونو شميره 18 ته رسيدلي ده۔
د پاکستان پوليو پروګرام ترمخه په شمالي وزيرستان کې د پوليو 16 کېسونه رپورټ شوي او لکې مروت کې د پوليو 2 کېسونه رپورټ شوي دي په دې توګه ټول خېبرپښتونخوا کې رپورټ شوي دي.
د بنو، پيښور، سوات او لاهور څخه د ماحولياتو په نمونو کښې هم د پوليو وائرس تصديق شوې دې۔
د پاکستان پوليو پروګرام چارواکي وايي د سېلاب ځپلو خلکو د بې ځايه کېدو له امله له ننګونو سره مخ دي.
د روغتیا وفاقي وزیر عبدالقادر پټیل وايي، په سیلاب ځپلو سیمو کې د پولیو د ممکنه کمپاین لپاره چمتووالی نیول شوی دی او په دې سیمو کښې به ډیر زر د پولیو ضد کمپاین پیل شي چې پکښې به ددې سیمو زرګونو ماشومانو ته د پولیسو ضد واکسین ورکړل شي.






