د اوکراین اولس مشر ادعا کړې چې دوی د روس فوځ څخه وابس شپږ زره مربع کیلومیټره خاوره ترلاسه کړې ده

0
162

باغی ټي وي رپورټ
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ادعا کړې، چې اوکراین له روسیې سره په روانه جګړه کې شپږ زره مربع کیلومتره خاوره بېرته ترلاسه کړې ده.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د اوکراین ولسمشر په خپله وینا کې ویلي دي چې په دې میاشت کې د غچ اخیستنې په ترڅ کې په ختیځ او سویل کې ډیرې سیمې ونیولې.

بلخوا بهرنۍ خبري اژانس وايي، اوکراین په شمال ختیځ خارکیف سیمه کې د پرمختګ ادعا کړې، چې په کې د خارکیف د ایزوم، کاپیانسک او بلاکلیا په ګډون څو ښارونه شامل دي.
له بلي خوا د امريکا د فکري تينک ټانک وايي چي د اوکراين د جګړې څرنګوالی يې په خپله ګټه کړی او د اوکراين وروستي انتقامي اقدامات به جګړه پای ته ونه رسوي او په دې هیواد کښې به جنګ ختم نه شي.

Leave a reply