د پاکستان دیوالیه کیدو ګواښ سره مخامخ کولو ذمه وار د عمران خان حکومت دې، وس مو دا ګواښ ختم کړې دې

0
89

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې د ډيفالټ خطره د عمران خان لخوا پيدا شوې وو، هغه اوویل چې وسني حکومت پاکستان ددې ګواښ او خطر څخه بهر کړې دې او اوس د پاکستان د ډیفالټ چانس نشته.

د جيو نيوز پروګرام “آج شاهزيب خانزاده کي ساتهه” کې د خبرو په مهال مفتاح اسماعيل وويل د سېلابونو له وجې حالات خراب شوي دي خو مونږ به معيشت منظم کړو او هيڅ خطره به نه وي.
ده ووئيل چې يو شمېر بينكونو د حالاتو نه ګټه پورته كړې او په ګران بيه ډالر يې خرڅ كړي دي٬ وزيراعظم سخت نوټس اخيستې او د سټېټ بانك ګورنر نه يې په دوه ورځو كښې رپورټ غوښتې دې٬ 8 بانكونو ته يې د شو كاز نوټس وركړې او دغه بانكونه به هم د سزا ورکړل شي..

د خزانې وفاقي وزير زياته كړه چې په راتلونكو څلورو نه تر پنځو ورځو كښې به داسې اقدامات كوي چې د كرنسۍ په بازار كښې ثبات راشي او د پاکستان روپۍ په د ډالر په مقابله کښې قوي شي.
نور خبرونه

د اوکراین اولس مشر ادعا کړې چې دوی د روس فوځ څخه وابس شپږ زره مربع کیلومیټره خاوره ترلاسه کړې ده

ضم قبایلي علاقه، شمالي وزیرستان کښې په یو ماشوم کښې د پولیو ناروغۍ وایرس تصدیق شوې دې

Leave a reply