امریکایی ډالر د پاکستاني کلدارۍ په مقابله کښې نور هم ګران شوې دې

0
29

باغی ټي وي رپورټ
امريکايي ډالر د روپۍ په مقابل کې خپل ارزښت ته دوام ورکوي.

د سه شنبې په ورځ د کاروبار په پیل کې د امریکايي ډالر په ارزښت کې هم زیاتوالی راغلی چې ورسره په انټربینک کې د ډالر بیه د ۱۸ پیسو په مقابل کې ۲۳۰ روپۍ ته رسېدلې دې.

پرون په انټربینک ایکسچینج مارکیټ کې د کار بندۍ پر مهال د امریکايي ډالر ارزښت 229 روپۍ 82 پیسې وو.

د سپټمبر تر ۱۲مې نیټې پورې انټربینک کې د ډالر په نرخ کې ۱۱ روپۍ ۷ پېسې زیاتوالی راغلی او دا زیاتوالی نن هم دوام لري.
دا خبره د یادونې ده چې نن په فيصل آباد کښي د پاور لومز مالکانو د بجلئ نرخونو کښي د زياتوالي په ضد احتجاج کړے او وئيلي ئي دي چي في يونټ بجلي ٦٠ روپئ د صنعت کارانو ته د برداشت وړ نه دې او د کارخانو بندولو ته مجبوره شوي دي.

فيصل آباد کښي د بجلۍ نرخونو کښي زياتوالي له وجي د پاور لومز سکټور کمر مات کړے دے چي له وجي ئي مالکان د کارخانو بندولو ته مجبوره شوي دي، مالکان د زرګونو بيروزګاره مزدورانو سره سړکونو ته راوتلي او احتجاج ئي ريکارډ کړي دي۔
نور خبرونه

ملک دیوالیه شوې دې، بس صرف اعلان کول پاتې دي: شیخ رشید

د پاکستان دیوالیه کیدو ګواښ سره مخامخ کولو ذمه وار د عمران خان حکومت دې، وس مو دا ګواښ ختم کړې دې

Leave a reply