نامعلومو کسانو په پکتیکا کې ۳۰۰ مېوه لرونکي ونې پرې کړې دي

د پکتیکا د والي ویاند ثناء الله رنشیو ته ویلي ، چې نا معلومو کسانو د دغه ولایت د اومنې ولسوالۍ په «ګناوۍ» کلي کې له یوه باغ څخه ۳۰۰ د مڼو ونې پرې کړي او له منځه وړي دي.
د هغه په وينا، تر اوسه د دغو ونو د پرې کولو لامل نه دى څرګند او په تړاو يې څوک نه دي نيول شوي. د پکتیکا د والي ویاند ټینګار کوي چې په دې اړه پلټنې پیل شوي دي.
(2022 / 9 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نامعلومو کسانو په پکتیکا کې ۳۰۰ مېوه لرونکي ونې پرې کړې دي. د پکتيکا ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د سنبلې په ٢٠مه شپه ناپېژاندو کسانو په يوه باغ کې ٣٠٠ مېوه لرونکي ونې پرې کړې دي.