د پنجاب وزیراعلی پرویز الهي د غنمو په اړه مهمه پریکړه او اعلان کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الهي په صوبه کې د غنمو د امدادي نرخ درې زره روپۍ في من فېصله کولو منظوري ورکړې ده.
د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الهي په مشرۍ کې يوه غونډه شوې چې پکې وزيراعلي پنجاب ته د غنمو نه ورکولو د وفاقي حکومت په رويې د غصې څرګندونه کړې ده.
پروېز الهي وويل وفاقي حکومت د غنمو په نه ورکولو سره د پنجاب سره د مور په شان چلند کوي، پنجاب کې د بارانونو او سېلابونو له وجې څو لاکه ټنه غنم ضايع شوي، صوبه کې د لس لاکه ټنه غنمو کمښت دی د پنجاب لارې خو د غنمو او اوړو د قاچاق د مخنيوي لپاره بايد اغېزمن ګامونه پورته شي.
وزيراعلي د غنمو د امدادي نرخ درې زره روپۍ في من مقررولو منظوري ورکړه او ويې ويل چې وفاقي حکومت د پنجاب د غوښتنې باوجود غنم نه دي ورکړي، په پنجاب کښې اوس هم د نورو صوبو په پرتله د غنمو او اوړو نرخونه کم دي.
د پنجاب حکومت د غنمو لپاره د کابينې قائمه کميټۍ جوړولو فيصله هم کړې ده چې د کميټۍ مشر به د پنجاب وزيراعلي وي۔
دا خبره مهمه ده چې دا وخت په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کښې د وړو بحران سر راوچت کړې دې، که یو اړخ ته خلک په دې صوبو کښې د سیلابونو د زیانونو سره مخ دي نو بل اړخ ته خلک د وړو دکمښت او د وړو د زیات نرخ ستونزې سره مخ دي، په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کښې هم، د سرچینو له مخې د ۲۰ کلوګرامه د وړو بوجۍ قیمت تر ۱۹۰۰ او ۲۰۰۰ روپیو رسیدلې دې چې دې له کبله غریبه طبقه ډیره بده متاثره شوې ده.
نورخبرونه
بلوچستان، کویټه کښې د وړو بحران سر را راوچت کړې دې، د وړو نرخونه زیات شوي دي






