میدان وردګو کې دمڼو حاصلات ډیر شوي دي 

0
164

میدان وردګو کې دمڼو حاصلات ډیر شوي دي 

بیې ټیټې دي.
ورته مهال د میدان وردګ کرنې ریاست چارواکي وایي   که څه هم سېلابونه او طبیعي پېښې زیاتې وې خو د مڼو په حاصلاتو یې ډېر منفي اغیز نه دی کړی. د ځایي چارواکو په وینا د مڼو دبیو د ټیټوالي لامل د داخلي مارکېټ د ظرفیت کموالی دی.
بڼوال له حکومت څخه د حاصلاتو د نه خرابېدو په موخه د سړو خونو د جوړېدو غوښتنه کوي.

 

(2022 / 9 / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

میدان وردګ ولایت کې سږ کال د مڼو په حاصلاتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی خو بڼوال بیا وایي سږ کال که څه هم د مڼو حاصلات زیات دي خو بازار کې یې بیې ټیټې دي.
ورته مهال د میدان وردګ کرنې ریاست چارواکي وایي   که څه هم سېلابونه او طبیعي پېښې زیاتې وې خو د مڼو په حاصلاتو یې ډېر منفي اغیز نه دی کړی. د ځایي چارواکو په وینا د مڼو دبیو د ټیټوالي لامل د داخلي مارکېټ د ظرفیت کموالی دی.
بڼوال له حکومت څخه د حاصلاتو د نه خرابېدو په موخه د سړو خونو د جوړېدو غوښتنه کوي.

دا پۀ داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې پاکستان د افغانستان پۀ تازه میوو تعرفې لوړې کړې وې چې لۀ امله یې افغان سوداګرو شکایت کړی ؤ چې هر کال د افغانستان د مېوو پخېدو وخت کې پاکستان ورته ستونزې جوړوي، چې پایله کې یې پاکستان یادې تعرفې بېرته معاف اعلان کړې.

 

Leave a reply