ارمینیا او آذربایجان په پوله نښتې شوي دي

0
128

باغی ټي وي رپورټ
د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ پر پوله په دې وروستیو کې نښتې شوې دي.

د اذربایجان د دفاع وزارت ادعا کړې چې ارمینیا د پولې په اوږدو کې د ډله ییزو تخریب عملیات کوي
له بلې خوا د ارمنستان د دفاع وزارت ادعا کړې چې اذربایجان د شپې ناوخته پر پوله توغندي توغولي او بې پیلوټه الوتکې یې هم کارولې دي.

له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو له ارمنستان او اذربایجان څخه د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دې وضعیت په اړه ژوره اندیښنه لري او د پوځي دښمنیو په سمدستي پای ته رسولو ټینګار کوي.

په دې لړ کې د فرانسې خبري اژانس ادعا کړې چې دواړو هېوادونو تر تازه سرحدي نښتو وروسته پر اوربند هوکړه کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې دوه کاله وړاندې د ناګورنو قره باغ سيمې پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه شوې وه، چې په شپږ مياشتنۍ جګړه کې تر ٦٥٠٠ زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړې وو.

Leave a reply