سیلاب ځپلو سیمو کښې وبایی ناروغۍ مخ په زیاتیدو دي

0
192

باغی ټي وي رپورټ

په سیلاب ځپلو سیمو کې په ځانګړې توګه ماشومانو کې د وبا ناروغۍ په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو دي. د سندهـ په خيرپور ضلع کې د ګيسټرو له وجې دوه نجونې مړه شوي، د سندهـ د صحت محکمې ترمخه په گوټ خدا بخش شر کې گڼ شمير ماشومان د گيسټرو او ملاريا په ناروغۍ اخته دي. د صحت محکمي ترمخه په 24 ساعتونو کې په سندهـ کې د 12 لاکه 21 زره نه زيات کسان په ناروغيو اخته شوي، 12 زره 27 کسان د تنفسي، دمې او سينې په ناروغيو اخته شوي دي.
د روغتيا رياست په وينا، د معدې، تنفسي ناروغيو، ډينګي، ملاريا او نس ناستي پېښې په پرله پسې ډول مخ په زياتېدو دي.

د بلوچستان په دیره مراد جمالي، نصیر آباد او جعفرآباد سیمو کې سیلاب ځپلو خلکو ته د معدې، اسهال او نورو ناروغیو خپریدل پیل شوي دي.
په کمپونو کې د طبي اسانتیاوو د نشتوالي له امله ماشومان، امیندواره میرمنې او بوډاګان ناروغه کیږي.

د پنجاب په سېلاب ځپلو سيمو کې هم د وبا ناروغي مخ په زياتېدو ده، په سېلاب ځپلو سيمو کې د تنفسي ناروغيو، تبې، کولرا، د سترګو او خارش ناروغي څو برابره زياته شوې ده.

د راپور له مخې د پنجاب په سېلاب ځپلو سیمو کې ۵۴ زره ۴۲۷ کسان د تنفسي ناروغیو، ۴۲ زره ۲۸۳ کسان د تنفسي ناروغیو او ۲۴ زره ۴۴۶ کسان د کولرا په ناروغۍ اخته دي.
دې نه علاوه 24 زره 675 سيلاب متاثرين تبه او 3 زره 39 کسان د سترګو په ناروغيو متاثره شوي دي۔

بل پلو په ټول ملک کې د ډينګي تبې هم دوام لري، اسلام اباد کې د ډينګي له وجې يو بل تن مړ شوی چې له دې وروستو په وفاقي پلازمينه کې په پينځو ورځو کې د ډينګي له امله د مړو شوو کسانو شميره درې ته پورته شوې ده.

کراچۍ کې د ډينګي له وجې دوه نور کسان مړه شوي دي، د سندهه د صحت محکمه وايي، په سندهـ کې د ډينګي له وجې ۱۲۵ نور کسان متاثره شوي دي.
د خېبرپښتونخوا مردان ښار کې حالات نور هم خراب شوي چرته چې په يوه ورځ کې ۷۷ کسان د ډينګي په ناروغۍ اخته شوي دي.

په لاهور کې د ډينګي د دېرشو کيسونو راپور ورکړل شوی او د پنجاب په بېلا بېلو برخو کې شاوخوا ۶۰۰ ناروغان روغتونونو ته وړل شوي دي.
نور خبرونه

ضم قبایلي علاقه، شمالي وزیرستان کښې په یو ماشوم کښې د پولیو ناروغۍ وایرس تصدیق شوې دې

بلوچستان کښې د بارانونو او سیلابونو د تباهۍ لړۍ دوام لري

Leave a reply