بلوچستان کښې د بارانونو او سیلابونو د تباهۍ لړۍ دوام لري

0
169

باغی ټي وی رپورټ
په بلوچستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو له امله د ۸ نورو کسانو د مړینې له تایید وروسته په دغه صوبه کې د مړو شمېر ۲۷۸ ته ورسېد.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ولایتي ادارې (PDMA) له لوري په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو له امله ۸ نور کسان په جل مګسي ولسوالۍ کې مړه شوي، چې ۶ نارینه او ۲ ښځې دي.

د جون له لومړۍ نیټې راهیسې په بلوچستان کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۷۸ ته رسېدلی چې په کې ۱۳۲ نارینه، ۶۳ ښځې او ۸۳ ماشومان شامل دي.
په صوبه کې د بارانونو په مهال په بيلا بيلو پيښو کې 172 کسان ژوبل شوي هم دي، په بلوچستان کې د سيلابونو او بارانونو له امله 64 زره 385 کورونه زيانمن شوي او د 270 زره 444 څخه زيات څاروي د سيلابي سيلابونو قرباني شوي دي.

د پي ډي ايم اے رپورټ ترمخه تر اوسه په صوبه کښې په دوه سوه زره ايکړه زمکه ولاړ فصلونه زيانمن شوي دي، په صوبه کښې د سيلابونو له وجې 22 پلونه ړنګ شوي او د 2200 کلوميټره پورې مختلفې لويې لارې هم سخت متاثره شوي دي.
نور خبرونه

بلوچستان، کویټه کښې د وړو بحران سر را راوچت کړې دې، د وړو نرخونه زیات شوي دي

Leave a reply