آیی ایم ایف د ۴۴۰ ملیارده روپو اضافي مالیه لګولو غوښتنه کړې : شوکت ترین

باغی ټي وي رپورټ
سناتور شوکت ترین چې د عمران خان په مشرۍ کې د مالیې وزیر و، ویلي دي چې د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) له حکومته د ۴۴۰ میلیارده روپیو اضافي ټیکس لګولو غوښتنه کړې، اصلي بجټ به اوس راځي.
د سېنېټ غونډې ته په وينا كښې شوكت ترين ووئيل چې بله بجټ راروان دے٬ آئي اېم اېف ورته وئيلي دي چې د اربونو روپو اضافي ټېكس لګوي۔
شوکت ترين دا هم وويل چې زمونږ په وخت کې لوډشيډنګ نه وو.
د یادونې ده چې نن سبا د پخواني حکومت او د اوسني حکومت وزیران په یو بل حکومتونو تورونه لګوي او نیوکې پر کوي، دوی تراوسه یو داسې پلان نه دې راوړو چې اولس مطمین کړي چې په هیواد کښې به ګراني ختمه شي.
بل اړخ ته دا خبره هم اړینا ده چې په نړیوال بازار کښې د تیلو قیمت کم شوې خو پاکستان کښې تراوسه پورې حکومت پریکړه نه ده کړې چې په هیواد کښې به د تیلو بیعې ټیټې کړي او که نه.
نور خبرونه
پاکستان افغان زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره په پاک افغان پوله سهولتونه او اسانتیاوې ورکوي
وفاقي حکومت د عمران خان د وخت د خیر ښیګړې پروژې نه تړي: احسن اقبال






