د سینیټ کمیټۍ په مهمند ضلع کښې شوي کرپشن نوټس اخستې دې

0
145

باغی ټي وي رپورټ
د سېنېټ د رياستي او سرحدي چارو قائمه کمېټۍ د مهمند ضلعې د کروړونو روپو غبن په معامله د متعلقه کنټريکټرانو ورکنګ آرډرونه منسوخ کړي دي۔

د سېنېټ د رياست او سرحدي چارو لپاره د قائمه كمېټۍ غونډه د هلال الرحمان په مشرۍ كښې وشوه۔

غونډه كښې د مهمند ضلعې د 384.7مليون روپو د مائيكرو غبن په مسله خبرې وشوې٬ چيئرمېن كمېټۍ د اړوندو قرارداديانو د وركنګ آرډر منسوخ كولو فيصله وكړه۔
د کميټۍ چيئرمېن دا هم هدايات کړې چې خېبر ضلعې کښې د پېشنې جمع کولو نه پس دې 52 کروړه روپۍ قامي خزانې کښې جمع کړې شي۔

کمېټۍ دا فيصله هم کړې ده چې په خيبر پښتونخوا کښې د پروژو لپاره د مخکښې پيسې د وصولۍ په معامله به وزيراعظم ته خط وليکلې شي۔

کميټۍ په متفقه توګه په خيبر ضلع کښې د کنټريکټرز سيکيورټي منجمد کولو فيصله هم وکړه۔
دا خبرونه هم اولولې

وفاقي حکومت د عمران خان د وخت د خیر ښیګړې پروژې نه تړي: احسن اقبال

د عمران خان په حکومت کښې د تیلو معاهدې او خبرې څخه نه یم خبر: د روس قونصل جنرل

Leave a reply