د عمران خان په حکومت کښې د تیلو معاهدې او خبرې څخه نه یم خبر: د روس قونصل جنرل

باغی ټي وي رپورټ
د روس قونصل جنرل اندري ویکټرووچ فیډوروف د پی ټي آئي حکومت د روس سره د تیلو پیرود معاهدې په اړه ناپوهي څرګنده کړې ده.

په کراچۍ کې اردو نیوز ته په یوه مرکه کې د روس قونصل جنرل د روس او پاکستان ترمنځ د تجارتي اړیکو په شمول د روس او یوکراین په شخړه هم خبرې وکړې.

پاکستان او روس دوستانه اړيکې لري: قونصل جنرل
قونصل جنرل وويل پاکستان او روس دوستانه اړيکې لري، مونږ پاکستان يو دوست هيواد ګڼو او مونږ هم هيله لرو چې پاکستان دې روس ته د يو دوست هيواد په توګه پام وکړي.

په خپله مرکه کې د روس قونصل جنرل د پاکستان سره د تجارت او اقتصادي همکارۍ خواهش هم څرګند کړو.
هغه وویل دواړه هیوادونه د تیلو، ګازو، کرنې، طب او جراحۍ په څانګو کې هم گټه کولی شي خو د لویدیځ لخوا په دواړو هیوادونو لگول شوي غیرقانوني بندیزونو د تجارت بهیر متاثره کړی او د پیسو د انتقال په برخه کې دواړه هیوادونه باید د دې مسلې د حل لپاره په ګډه کار وکړي.
قونصل جنرل روس ته د پخواني وزيراعظم عمران خان د دورې په مهال هم د غور لاندې موضوعاتو خبرې اترې کړي خو د پاکستان سره د تيلو د پېرودلو د معاهدې تفصيل او يا روس سره د پاکستاني وزيرانو د تجارتي تماسونو تفصيلات بيان نه کړل.هغه وویل چې دا مسایل خامخا تر غور لاندې دي.