پاکستان د افغانستان زلزله ځپلي اولس سره مرستې پیل کړي

0
48

باغی ټي وي رپورټ
د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرستې پیل شوي دي، په داسې حال کښې د پاکستان څخه هم یوه لوه جوپه مرستې د افغانستان زلزله ځپلو لپاره استول شوي دي.

د وزيراعظم محمد شهباز شريف په ځانګړې لارښوونه د افغانستان زلزله ځپلو لپاره د پاکستان لخوا د امدادي سامانونو یوه جوپه لېږلې شوې ده۔ د NDMA لخوا لیږل شوي سامان کې د استوګنې خیمې، ترپالونه، کمپلې او د ضرورت دارو درل هم شامل دي.
پاکستان د چهارشنبې په ورځ د ۶.۱ شدت زلزلې ځپلو افغانانو ته د هر ډول ممکنه مرستې ډاډ ورکړی دې.
د یادونې ده چې د پاکستان هیواد او اولس له لوري د افغانستان اولس سره په هره ستونزه کښې مرستې شوي دي، کله نه چې امریکایی ځواکونه د افغانستان څخه وتلي نو د پاکستان اولس او حکومت له لوري افغانستان اولس سره مرستې پیل شوي دی او تر نن پورې په زرګونه ټن خوراکی توکي، جامي، او دارو درمل افغانستان بیله بیلو ولایتونو ته لیږل شوي دي.
دا خبرونه هم اوګورې

پاکستان او افغانستان کښې د سختو بارانونو له امله تباهي شوې

ایران د وروستۍ زلزلې له زیانمنو شوو سره د مرستې لپاره تیاری ښوودلی دی

چین افغانستان کې زلزله ځپلو سره بېړنیو مرستو ته تیاری ښودلی دی 

Leave a reply