ایران د وروستۍ زلزلې له زیانمنو شوو سره د مرستې لپاره تیاری ښوودلی دی

0
41

ایران د وروستۍ زلزلې له زیانمنو شوو سره د مرستې لپاره تیاری ښوودلی دی

بلخوا د ایران د سرې میاشتې مشرتابه هم ویلي چې دوی له افغانانو سره مرستو ته تیار دي او که افغان لوری ترې وغواړي دوی هڅه کوي چې د پېښې سیمې ته خپل مرستندویه ټیمونه ولېږي او بېړنۍ مرستې ورسوي.

 

(2022 / 6 / 23    نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران د وروستۍ زلزلې له زیانمنو شوو سره د مرستې لپاره تیاری ښوودلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په تازه څرګندونو کې ویلي د افغانستان په ځينو سیمو کې سخته زلزله شوې چې له امله یې خلکو ته مالي او ځاني تلفات اوښتي دي.

نوموړی وایي ایران پر دغه پېښه خپله ژوره خواشیني څرګندوي او په دې خفګان کې ځان له افغانانو سره شریک بولي. ایران وایي دوی له افغانانو سره بشردوستانه مرستو ته تیار دي او هڅه کوي په دې سختو شرایطو کې همکاري ولري.

بلخوا د ایران د سرې میاشتې مشرتابه هم ویلي چې دوی له افغانانو سره مرستو ته تیار دي او که افغان لوری ترې وغواړي دوی هڅه کوي چې د پېښې سیمې ته خپل مرستندویه ټیمونه ولېږي او بېړنۍ مرستې ورسوي.

Leave a reply