افغانستان کې دې پر کرنیز سیستم پانګونه ډېره شي

افغانستان کې دې پر کرنیز سیستم پانګونه ډېره شي
دغه بنسټ وایي افغانستان لا هم غنم په دودیزه توګه کري، چې د نوو اصلاح شوو تخمونو او تګلارو په شریکولو سره به په دغه هېواد کې د غنمو کیفیت او تولید ښه شي.
(2022 / 6 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د غنمو د کرکېلې د پراختیا نړیوال بنسټ وایي په افغانستان کې د زراعت او کروندګرو تر ټولو مهم تولید غنم دي او همدا راز د افغانانو د غذايي رژیم تر ټولو مهم توک هم غنم دي نو له همدې امله نړیوالو مرستندویه بنسټونو ته په کار ده چې په دغه هېواد کې د غنمو د کرکېلې پر نوو لارو چارو بحثونه وکړي.
دغه بنسټ وایي افغانستان لا هم غنم په دودیزه توګه کري، چې د نوو اصلاح شوو تخمونو او تګلارو په شریکولو سره به په دغه هېواد کې د غنمو کیفیت او تولید ښه شي.
سرچینه وایي چې افغانستان د اوبیزو او للمو غنمو د کرنې لپاره مناسب چاپېریال لري او نړیوالو اداراتو ته په کار ده چې دې برخې ته پوره پاملرنه وکړي.






