د امریکا ولسمشر خیریه بنسټونو ته له افغانستان سره د مرستې لارښوونه کړې ده

د امریکا ولسمشر خیریه بنسټونو ته له افغانستان سره د مرستې لارښوونه کړې ده
نوموړي ویلي چې له افغانستان سره د مرستو جدي اړتیا ده نو له همدې امله یې پر امریکایي خیریه بنسټونو غږ کړی چې له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي او د مرستو د رسولو پر لارو چارو کار وکړي.
(2022 / 6 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا ولسمشر خیریه بنسټونو ته له افغانستان سره د مرستې لارښوونه کړې ده. د سپینې ماڼۍ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر بایډن په افغانستان کې پر زلزله او مرګ ژوبله خواشیني څرګنده کړې او هغه یې ستره غمېزه بللې ده.
نوموړي ویلي چې له افغانستان سره د مرستو جدي اړتیا ده نو له همدې امله یې پر امریکایي خیریه بنسټونو غږ کړی چې له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي او د مرستو د رسولو پر لارو چارو کار وکړي.
د بایډن د ملي امنیت سلاکار هم پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او په خبره یې د یو ایس اې ای ډي په ګډون د امریکا ګڼې خیریه موسسې به ژر افغانستان ته خپلې مرستې ورسوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې پر پېښه خواشینی دی او په وینا یې رامنځ ته شوې زلزله به په افغانستان کې بشري ناورین نور هم پراخ کړي.





