اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له زلزله ځپلو سره د مرستې خبر ورکړی دی

بلخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي هم ویلي چې دوی پر پېښه خواشیني دي او ژر به خپلې بشردوستانه مرستې زلزله ځپلو ته ورسوي.
تر دې وړاندې د ترکیې، هند، پاکستان، ایران، چین، سعودي عربستان او ګڼو نورو هېوادونو په ګډون ډېرو نړیوالو بنسټونو له افغان زلزله ځپلو سره د مرستو او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
(2022 / 6 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له زلزله ځپلو سره د مرستې خبر ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي چې په پکتیکا او خوست کې زلزلې بشري ناورین جوړ کړی دی او دوی د مرستو لپاره تیاری لري.
دغه اداره وایي چې ټیمونه یې په بېړنۍ توګه خوست او پکتیکا ته رسېدلي دي او د زیانمنو شوو سرشمېرنه او له دوی سره د مرستو پر لارو چارو کار روان دی.