د تیلو بیعې لوړولو له امله مو پاکستان د دیوالیه کیدو څخه وژغورل: مفتاح اسماعیل

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې که په نړۍ کښې تېل ارزانه شي نو پاکستان کښې به هم هغه څه وکړو چې کولى ی شو.
اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې مفتاح اسماعيل وويل مونږ په بجټ کې هيڅ ټيکس نۀ دى زيات کړى، مونږ په غريبانو دټيکس بار نۀ دى اچولى، په شوګر ملونو مو ټيکس زيات کړى دى، هغه اوویل چې مونږ به شتمنو خلقو او کارخانو ټیکس لګوو او ترې ی اخلو په غریب باندې ټیکس او بار نه اچوو.
هغه وویل چې د پیسو نړیوال صندوق سره په تړون کې پرمختګ شوی او تر ګل ورځ پورې به له چین څخه پیسې هم راشي.
د مالیې وزیر وویل چې عمران د پاکستان حکومت د دیوالیه کیدو په څنډه کښې پریښودو، مونږ ته د 200 ملیارد ډالرو خساره ورسیده، مفتاح اوویل چې مونږ د پټرولو او ډیزل د بیعو په لوړولو سره پاکستان له دیوالیه کیدو څخه وژغوره.
هغه اوویل چې ما له لومړۍ ورځې ویلي وو چې د پټرولو بیعې باید لوړې شي، دا پرېکړې د لومړي وزیر لپاره ډېرې سختې وې. مفتاح اوویل چې هېواد مو له تباهۍ وژغوره، نن د الله تعالی په فضل سره ویلای شو چې پاکستان مو له دیوالیه کیدو څخه وژغوره.
دا خبرونه هم اولولۍ






