چین سره د ۲.۳ ملیارده قرضې ورکولو معاهده لاسلیک شوه

0
50

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې د چين د بينکونو کنسورشيم د 2.3 اربه ډالرو قرضې ورکولو معاهده لاس ليک کړې ده۔

مفتاح اسماعیل وویل چې د پاکستان له خوا د پور د اسانتیا تړون پرون لاسلیک شو.

د مالیې وزیر وویل، د تړون له مخې به پاکستان ته په څو ورځو کې پیسې ترلاسه شي، نوموړي د چین له حکومت څخه مننه وکړه چې دا اسانتیاوې برابروي.
د خزانې وفاقي وزیر مفتاح اسماعیل په ټویټر پانړه لیکلي چې د چین د بانکونو کنسورشیم پرون د پاکستان له خوا د 15 ملیارد RMB (2.3 ملیارد ډالرو) پور د اسانتیاوو تړون لاسلیک کړ. تمه کیږي په څو ورځو کې جریان ولري. موږ د چين له حکومت څخه مننه کوو چې دغه راکړه ورکړه اسانوي.
د ا خبره د یادونې ده چې په ملک کښې د اتحادي ګوندونو حکومت د اولس او سیاسي کارپوهان د نیوکو لاندې دې او وایی چې د شهباز شریف حکومت هم عام اولس ته په اسانتیاوو او ریلیف ورکولو کښې ناکامه شوې دې.
سیاسي کارپوهان دا هم وایی چې د پخواني حکومت په شان دې حکومت سره هم د اقتصادي ښه کولو لپاره کوم فعال پلان نشته او د هیواد اقتصاد مخ په کمزورې روان دې.

Leave a reply