پاکستان او افغانستان کښې د سختو بارانونو له امله تباهي شوې

0
54

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په بیلا بیلو صوبو او نور سیمو کښې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله تباهي شوي ده او ګنړ شمیر وګړي هم وژل شوي دي.
وروستیو سختو بارانونو په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې سېلابونه تباهي کړې ده.

د بلوچستان په هرنائي، کوهلو او کوه سليمان ضلعو کې سيلابونو سړکونه متاثره کړي دي، په هرنائي، ډيکي او کوهلو کې شپږ کسان هم وژل شوي دي.

بل لوري ته په خيبرپښتونخوا کې د بارانونو له امله دوه کسان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د جبل سلیمان سلسلې په غرونو کې د سیلابونو وضعیت دوام لري.
د یادونې ده چې پرون څخه د بارانونو او واورې وریدو له امله په سیمه کښې هوا یخه شوي ده بل اړخ ته د افغانستان په پکتیکا ولایت کښې هم د پرون زلزلې له امله د ۱۰۰۰ څخه زیات وګړي وژل شوي دي.

دا خبرونه هم اولولې

اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له زلزله ځپلو سره د مرستې خبر ورکړی دی

چین افغانستان کې زلزله ځپلو سره بېړنیو مرستو ته تیاری ښودلی دی 

Leave a reply