پاکستانۍ کلدارۍ په مقابله کښې د ډالر نرخ کم شوې

0
249

باغی ټي وي رپورټ
د انټربینک په بازار کې د ډالر ارزښت مخ په کمېدو دی.

ډالر د چهارشنبه په ورځ د سوداګرۍ ناستې په جریان کې بدلون ته ادامه ورکړه او د روپۍ په مقابله کښې د ډالر نرخ کم شوې دې.

ډالر د چهارشنبه په ورځ د سوداګرۍ په پای کې په 211.93 روپیو بند شوې وو.

د پنجشنبې په ورځ د سوداګرۍ په پیل کې، د ډالر په مقابل کې د روپۍ ارزښت لوړ شو او ډالر د 93 پیسو ارزښت 210 روپیو ته ښکته شو.

د انټربینک تجارت په جریان کې، ډالر نور هم 209 روپیو ته راټیټ شو.
د یادونې ده چې د ډالر ارزښت په داسې وخت کښې کم شوې چې نړیوال بازار کښې د خام تیل بیعې هم راټیټې شوي دي.

دا خبرونه هم اولولۍ

د تیلو بیعې لوړولو له امله مو پاکستان د دیوالیه کیدو څخه وژغورل: مفتاح اسماعیل

Leave a reply