وفاقي حکومت د عمران خان د وخت د خیر ښیګړې پروژې نه تړي: احسن اقبال

باغي ټي وي رپورټ
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د پي ټي آئي د حکومت هغه فلاحي منصوبې به نه بندوي۔
احسن اقبال او د مسلم ليګ (ق) سينيټر کامل اغا د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کښې ګډون اوکړو او دا خبرې ی وکړو چې د پخواني حکومت د خیر ښیګړې پروژې نه تړي.
د پروګرام په مهال سناتور کامل علي اغا هيله څرګنده كړه چې موجوده حكومت به د پي ټي آئي حكومت د فلاحي پروګرامونو مخه نه نيسي او دا به دوام لري.
د کامل اغا د بيان په ځواب کې وفاقي وزير احسن اقبال هغه ته باور ورکړو چې د پي ټي ائي حکومت د عوامي فلاح پروګرامونه به نه بندوي او دا پروګرامونه او پروژې به جاري و ساتي.






