چین افغانستان کې زلزله ځپلو سره بېړنیو مرستو ته تیاری ښودلی دی 

0
191

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د تېرې شپې پر زلزلې او دغه راز له امله یې پر اوښتو تلفاتو خواشیني دي. چین ژمنه کړې چې له افغانستان سره مرستو ته تیار دي او په خبره یې ژر به زلزله ځپلو ته بېړنۍ بشري مرستې ورسوي.

(2022 / 6 / 23   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

چین له زلزله ځپلو سره د مرستې ژمنه کړې ده. د چین د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د خپلې همدردۍ مراتب له افغان ولس سره شریکوي.

Leave a reply