د ا.ا بهرنیو چارو وزارت د ا.ا پر مشرانو بندیز د تېرو ناکامو تجربو تکرار ګڼلی دی

د ا.ا بهرنیو چارو وزارت د ا.ا پر مشرانو بندیز د تېرو ناکامو تجربو تکرار ګڼلی دی
د يادونې وړ ده چې ملګرو ملتونو پرون د ا.ا د ۱۳ مشرانو د سفر محدوديتونه د دوو مياشتو لپاره لرې کړل خو د لوړو زده کړو پر وزير او د پوهنې وزارت پر مرستيال يې د نجونو پر زده کړو د محدوديتونو د وضع کولو له کبله د سفر بندیزونه ولګول.
(2022 / 6 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې له مخې يې د ا.ا پر ځينو غړو د سفر محدودويتونه د يوې بلې لنډې دورې لپاره هم لرې کړي خو ويلي يې دي چې پر دوو نورو غړو يې بايد د سفر بنديزونه نه وای لګول شي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر ټويټر د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دا د ا.ا حق دی چې پر مشرانو يې لګول شوي د سفر بنديزونه د دوحې د تړون پر اساس د تل لپاره لرې شي.
هغه ويلي چې ا.ا په دې برخه کې د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړه ښه ګام بولي. اعلاميه کې د لوړه زده کړو پر وزير او د پوهنې وزارت پر مرستيال د سفر لګول شوي بنديزونه بېځايه هڅه او د ناکامو تجربو تکرار بلل شوی دی.
ا.ا له امنيت شورا غوښتي چې نور دې يو اړخيز قضاوت نه کوي او افغانانو ته دې د هغوی حقونه ورکړي.