لاهور هایی کورټ د جناح باغ پلیتولو په اړه د جریمه کولو امر کړې

0
111

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور هائي کورټ په اولس تر ۲۰۰روپو جرمانه لګولې ده، د جرمانه به هغه وګړو څخه اخستل شی څوک چې د جناح باغ کښې ګند واچوي.

د لاهور هائي کورټ د سموګ ختمولو درخواستونه اوریدلي، د عدالتي اوبو کمېشن وکیل ویلي چې د باران اوبو ذخیره کولو لپاره د اوبو ټانکونه جوړ شوي.

جسټس شاهد کريم ډي جي پارکس اينډ هارټيکلچر اتھارټي (پي ايچ اے) سره په مرکه کې وويل ستاسو ذمه واري ډيره مهمه ده، که تاسو زمونږ په هداياتو عمل نۀ کوئ نو استعفا وکړئ.

جسټس شاهد کريم وويل دټولو ادارو خلک په سنجيدګۍ سره دعدالت سره مرسته کوي، دپي ايچ اے کردار مهم دى، ستاسو نمائنده دې په راتلونکې هر سماعت کې عدالت کې موجود وي.

ډي جي پي ايچ اے اوويل چي پنځلس ورځي شوي دي چي زه پوسټ کوم او د عدالت په حکم به عمل کوي۔

د اورېدنې په مهال عدالت په باغ جناح کې د کثافاتو خورولو په تور په ښاريانو دوه سوه روپۍ جرمانه لګولو امر جاري کړو.

نور خبرونه

پاکستان د افغانستان زلزله ځپلي اولس سره مرستې پیل کړي

وفاقي حکومت د عمران خان د وخت د خیر ښیګړې پروژې نه تړي: احسن اقبال

پاکستانۍ کلدارۍ په مقابله کښې د ډالر نرخ کم شوې

Leave a reply