عدالت د سندهه پخواني ګورنر ضمانت منظور کړې

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت د لانګ مارچ په مهال د ورانکارۍ په مقدمه کې د سندهه پخواني ګورنر عمران اسماعيل ته د جولای تر شپږمې پورې ضمانت ورکړی دی.

د سندهه پخواني ګورنر عمران اسماعيل د پي ټي آئي د لانګ مارچ په مهال د ورانکارۍ په مقدمه کښې د اسلام آباد په ضلعي او سيشن عدالت کښې د ضمانت درخواست جمع کړے دے۔

د درخواست قاضي کامران بشارت مفتي د سندهه پخواني ګورنر ته د جولای تر شپږمې پورې ضمانت ورکړو.

عدالت په راتلونکې اورېدنه کې پوليس له ريکارډ سره راوبلل.
ياده دې وي چې د سندهه پخواني ګورنر عمران اسماعيل په ضد د لانګ مارچ په مهال د ورانکارۍ په تور پوليس سټيشن سيکرټريټ کښې مقدمه درج کړې شوې ده۔
نور خبرونه

لاهور هایی کورټ د جناح باغ پلیتولو په اړه د جریمه کولو امر کړې