پاکستان افغان زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره په پاک افغان پوله سهولتونه او اسانتیاوې ورکوي

0
47

نصیب شاه شینواري
د افغانستان زلزله ځپلي اولس سره د مرستو لپاره د پاکستان حکومت په پوله مرستې او افغان اولس سره مرستې پیل کړي دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د افغانستان لپاره ځانګړې استازې محمد صادق په خپل ټولنیزو رسنیو خبر خپور کړې او وایی چې د افغانستان خوست او پکتیکا کښې افغان زلزله ځپلي اولس لپاره مو په غلام خان پوله او انګور اډه امدادي چارې پیل کړي دي.
نوموړي وایی چې هغه افغان ټپیان به هم ددې پوله له لارې د درملنې لپاره پاکستا ن ته ورسول شي او هم دې لارو په ذریعه به افغان زلزله ځپلي اولس لپاره مرستې ولیږل شي.
بل اړخ ته د ضلع خیبر د ریسکیو دفتر یو ذمه وار اهلکار او د خیبر ضلعې ایمرجنسی افسر سید شعیب منصور له دفتر څخه د یو خبرپاڼې مطابق دوی د صوبائي حکومت او ډائریکټر جنرل ډاکټر خطیر احمد په لارښوونه پاک افغان پوله باندي اهلکار ګمارلې دي.
د بیان مطابق دوی وایی چې په افغانستان کې د زلزلې پر مهال د ټپيانو د درملنې لپاره د پاکستان په پوله امبولانسونه موجود دي او په تورخم د ریسکیو ۱۱۲۲ پرسونل ځای پرځای شوي دي چې افغان ټپيان په پاکستان کښې روغتونونو ته ورسوي.

په بیان کښې وایی چې ټول پرسونل ته امر شوی چې د هر ډول بیړني حالت سره د مقابلې لپاره دې چمتو اوسي چې افغان زلزله ځپلو سره سمدستي مرستې وکړې شي.
د یادونې ده چې پرون په ۲۲ جون د افغانستان په پکتیکا کښې د د لزلې له امله تر ۱۰۰۰ زیات افغان وګړو ته مرګ ژوبله اووختې ده، د پاکستان له لوري هم د افغان اولس سره د مرستو ډک ټرکونه افغانستان ته استول شوي دي.
نور خبرونه هم اوګورې.

پاکستان د افغانستان زلزله ځپلي اولس سره مرستې پیل کړي

پاکستان او افغانستان کښې د سختو بارانونو له امله تباهي شوې

Leave a reply