زلزله ځپلو سره د ایران، پاکستان او قطر مرستې هېواد ته رارسېدلې دي 

0
162

زلزله ځپلو سره د ایران، پاکستان او قطر مرستې هېواد ته رارسېدلې دي 

د یادونې ده چې پرون شپه پکتیکا او خوست ولایتونه زورورې زلزلې ولړوزول چې په نتیجه کې یې د چارواکو په خبره، تر زر ډېر کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.

 

(2022 / 6 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا وایي چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله اغېزمنو شویو ته د قطر، ایران او پاکستان مرستې هېواد ته را رسېدلې دي.

د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په افغانستان کې د زلزله ځپلو سیمو لپاره د بشري مرستو دوه الوتکې له ایران او یوه الوتکه له قطر څخه هېواد ته را رسېدلې دي.

د مجاهد په خبره، دغه راز په هېواد کې له زلزله ځپلو سره د بشري مرستو په لړ کې د پاکستان اته لارۍ بشري مرستې د ځمکې له لارې په پکتیکا  کې د پېښې ځای ته رسېدلې دي.

د یادونې ده چې پرون شپه پکتیکا او خوست ولایتونه زورورې زلزلې ولړوزول چې په نتیجه کې یې د چارواکو په خبره، تر زر ډېر کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.

د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو او بنسټونو پر یادې طبیعي پېښې خواشیني څرګنده کړې ده او د مرستو ډاډ یې ورکړی دی.

Leave a reply