راشد خان لۀ زلزله ځپلو سره د مرستې کمپاین سروع کړی

راشد خان لۀ زلزله ځپلو سره د مرستې کمپاین سروع کړی
هغه په انګلیسي ژبه ثبت کړي دې پیغام کې ویلي چې دی به د کرکټ د نړۍ له مشهورو لوبغاړو شاهد افریدي، ډي،جې براوو او نورو لوبغاړو څخه هم وغواړي چې په دې کمپاین کې ورسره برخه واخلي څو وکولی شي په کافي اندازه مرستې را ټولې کړلی شي.
(2022 / 6 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي او د کرکټ د نړۍ ځلانده ستوري راشد خان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله پر اوښتې مرګ ژوبله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې په دې سخت او خواشینونکي وضعیت کې د پېښې له اغېزمنو سره په دې درانه غم کې شریک دی او یوازې به یې نه پرېږدي.
نوموړي زیاته کړې ده چې که څه هم دی د پېښې له قربانیانو سره مرسته کوي خو دا مرسته کافي نه ده. هغه ویلي چې ده د پېښې د قربانیانو لپاره د مرستې یو کمپاین پیل کړی دی او هر څوک کولی شي چې پکې برخه واخلي.