ملګري ملتونو په نړۍ غږ کړې چې انټرنیټ دې نه بندوي

0
171

باغي ټي وي رپورټ
ملګرو ملتونو د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی چې د انټرنیټي خدمتونو د بندولو یا په دې کښې مداخلت کولو مخه ونیسي او خبرداری یې ورکړی چې دا به جدي او خطرناکې پایلې ولري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون په یوه نوي راپور کې ویلي چې د انټرنېټ بندېدل د میلیونونو خلکو پر ژوند او بشري حقونو ډراماتیک اغېز کوي او دا کار باید و نه شي.

راپور کې ویل شوي چې د بندیدو په پایله کې، روغتونونه نشي کولی په بیړني حالت کې ډاکټرانو سره اړیکه ونیسي، رایه ورکوونکي نشي کولی د کاندیدانو په اړه معلومات ومومي، او سوله ایز لاریون کونکي نشي کولی په تاوتریخوالی برید کې د مرستې غوښتنه وکړي.
د راپور له مخې، دا یوازې د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو د بندیدو ځینې اغیزې دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کمشنرې میشل باچلیټ په یوه بیان کې وویل چې دا ډول بندونه په داسې وخت کې کیږي چې ډیجیټل نړۍ د ډیری بشري حقونو لپاره اړینه شوې ده.

هغه وويل چې د انټرنېټ بندېدل د مالي او بشري حقونو دواړو ته ډېر زيان رسوي.

د بشري حقونو د کمیسیون یوه چارواکي پیګي هکس ویلي، د لومړي ځل لپاره د مصر په التحریر څلورلارې کې د یوې مظاهرې پر مهال انټرنیټ بند شو.هغه وویل، “له هغه وخت راهیسې، مونږ دا رجحان په ټوله نړۍ کې لیدلی دی.”

هغه وویل، دا ډول بندونه اکثرا د بشري حقونو د جدي سرغړونو سره مل وي، لکه د بیان پر ازادۍ محدودیتونه، نیول یا وژنې.هغه زیاته کړه چې د راپور یو مهم ټکی دا دی چې دا ډول بندیز به د دې معنی ولري چې تاسو د بشري حقونو په اړه اندیښنه پیل کړئ.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په ۷۴ هېوادونو کې د انټرنېټ د بندېدو ۹۳۱ پېښې ثبت شوي، چې په ډېرو ځایونو کې انټرنېټ ته لاسرسی په مقرر ډول بند شوی یا د ډېر وخت لپاره بند شوې وو.
…………….
دا خبرونه هم اوګورې

د امریکا ولسمشر خیریه بنسټونو ته له افغانستان سره د مرستې لارښوونه کړې ده

اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له زلزله ځپلو سره د مرستې خبر ورکړی دی

یونما پر ملکي وګړو د حملو د اختتام غوښتنه کړې

Leave a reply