د کراچۍ وګړو لپاره بریښنا نرخ زیاتیږي

0
188

باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ ښاریانو لپاره د بجلۍ په نرخ کې ۱۱ روپۍ ۳۴ پېسې زیاتولو لپاره نیپرا کې درخواست جمع کړی شوی دی.

K اليکټرک د نېشنل اليکټرک پاور ريګوليټري اتھارټي (نيپرا) ته درخواست ورکړى چې د مئي مياشتي د تېلو په نرخونو کښې د بدلون په تناظر کښې د بجلۍ قيمت زيات کړي.

نیپرا به د جولائي په څلورمه د الیکٹرک د درخواست اورېدنه کوي چې که منظور شو نو د کراچۍ په اولس به د 22 ارب 65 کروړه روپو اضافي بار اچوي.
دا خبره د یادونې ده چې اتحادي ګوندونو حکومت په ډیر لنډ وخت کښې درې ځل د تیلو بیعې زیاتې کړي دي او د پیټرول قیمت تر ۲۶۵ لوړ شوې دې، د تیلو د نرخونو د لوړیدو پس په هیواد کښې ګراني ډیره زیاته شوي ده او د خوراکي توکو بیعې ډیرې لوړې شوي دي.
دا خبره هم د یادونې ده چې د نړۍ په بازار کښې د خام تیلو قیمت ټیټ شوي خو تراوسه پورې دې حکومت د تیلو بیعې د ټيټولو په اړه څه نه دي ویلي.

Leave a reply