که د هیواد کوم لوی مشر سره بده پیښه شي نوا دا د ټول هیواد لپاره زیان وي: د داخله چارو وزیر

0
78

باغی ټي وي رپورټ
دکورنو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې په عمران خان دحملې کوم راپور نۀ دى ترلاسه شوى، که په لويو مشرانو کومه حادثه وشي نو ټول هيواد ته زيان رسيږي.

رانا ثناءالله زیاته کړه چې عمران خان یو سیاستمدار نه دی، هغه د ملت وېشل غواړي، که د مې په ۲۵ مه د عمران خان پروګرام کامیاب شوی وای نو په ملک کې به قتل عام شوی وای، عمران خان باید محاکمه شي او ګرفتار شي. د کابینې له اجازې پرته د عمران خان خلاف مقدمه نه شي ثبتېدای.

يوه مرکه کې رانا ثناءالله وويل دټولو اتحادي ګوندونو نظر وو چې کالعدم تحريک طالبان پاکستان سره دې خبرې اترې وشي خو دقانون پرته دې په کومه مطالبې دې ورسره خبرې و نۀ شي.

ده ووئيل د آرمي پبلک سکول په ترهه ګرۍ كښې د لاس لرولو كسانو معاف كولو سره به د ټولنې او ولس غم وخوړل شي٬ اوربند تر هغه وخته پورې موثر دى چې مسله نه وی هوار شوې
له طالبانو سره خبرې به په یوه میاشت کې کومې نتیجې ته ورسیږي.
د کورنیو چارو وزیر وویل: “پوځي او سیاسي مشرتابه موافق دي چې طالبانو ته به د وسلو د راوړلو اجازه نه ورکول کیږي. پوځي مشرتابه ډاډ ورکړی چې مونږ دومره پیاوړي یو چې هغوی له منځه وړې شو.

Leave a reply