پاکستان کسټم اهلکار په باچاخان هوایی ډګر د بهرنۍ کرنسې د قاچاق هڅه شنډه کړه

0
202

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان ګمرک د بهرنیو اسعارو د قاچاق پر ضد په ټول هیواد کې د عملیاتو په ترڅ کې د پیښور په هوايي ډګر(باچاخان نړیوال هوایی ډګر) باندې د اسعارو د قاچاق مخه ونیوله او د 38,500 د ډالرو د قیمت قطري ریالونو یې ضبط کړل.
د عمران خان په نوم یو مسافر چې د پاسپورټ نمبر یې ۱۵۷۰-۶۵۳۰۴-۱ دی او د اپر دیر سره تعلق لري، د یکشنبې په ماسپښین د قطر هوايي شرکت په الوتکه کې د پېښور له باچا خان نړیوال هوايي ډګر څخه قطر ته روان وو. هغه پیسې پټې کړې کله چې له هغه څخه وغوښتل شول چې د وتلو په تالار کې د اسعارو د اعلان په مرکز کې خپلې پیسې وښیې. کله چې د مسافرو سامان د شک په بنياد پلټنې وشوې نو د يو لاکه څلويښت زره قطري ريالونو لوی رقم برآمد شو کوم چې هغه غوښتل چې په غير قانوني توګه ی د پاکستان نه بهر هیواد ته منتقل کړي.

Leave a reply