که عمران ونیول شي نو ټول ملک به جام (بند) کړې شي: د پی ټي آیی د غونډې دننه قیصه

0
150

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف د پارليماني پارټۍ اجلاس دننه داخلي قیصه رامخي ته راغلې ده.

پي ټي آئي فيصله کړې ده چې خپل غړي به ی د قومي اسمبلۍ سپيکر ته نه مخامخ کیږي چې استعفيٰ ی تصديق کړي۔

سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د يادو غړو استعفی ګانې دې په هماغه ډول ومنل شي او د قومۍ اسمبلۍ سپیکر ته دې مخامخ نه شي او د پي ټي ايي هېڅ غړی به د استعفی د تاييد ته حاضر نه شي.

دسرچينو ترمخه پي ټي ائي وېره لري چې ښايي د پي ټي آیی دو درجن څخه زيات غړي يې دسپيکر په وړاندې داستعفې تصديق کولو څخه انکار وکړي.

دسرچينو ترمخه دپارټۍ مشرانو دپارټۍ چيئرمېن عمران خان ته دخيبرپښتونخوا دشکمنو غړو يو ليست سپارلى دى چې کيداى شي داستعفي وروکول څخه انکار وکړي.

سرچينې دا هم ويلي چې د پي ټي ائي د پارليماني ګوند په غونډه کې د عمران خان د احتمالي نيولو په صورت کې د تګلارې پرېکړه هم شوې ده او ټاکل شوې چې د عمران خان د نيول کېدو په صورت کې به ټول هېواد جام (بند) کړي.

Leave a reply