احسن اقبال اسد عمر ته د روژه ماتي ډوډې بلنه ورکړې
باغي ټي وي رپورټ
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال پخواني وفاقي وزير اسد عمر ته د الوداعي افطار د ډوډۍ بلنه ورکړې وه.
د مسلم لیګ (ن) مشر احسن اقبال اسد عمر ته بلنه لیک استولی چې پکې ویل شوي چې هغه ته د سیاسي دود له مخې الوداعي ډوډۍ ورکول غواړي.
په ليکنه کې راغلي چې په دې غونډه کې به ستاسو د حکومت له خوا د خلقو په ګټه د پرمختيايي پروژو او د هغو پروژو د دوام په اړه چې تاسو پيل کړي دي خبرې وکړي.
احسن اقبال په خط کښې وئيلي دي هيله ده چې تاسو به په خپل وخت د مثبت ځواب په ورکولو سره خبر کړئ.