ناپېژانده کسانو په کندوز کې له تاجکستان څخه د وارداتي برېښنا یوه پايه په بمونو الوزولې

په کندوز کې محلي سرچینو ځینو رسنیو ته ویلي چې ناپېژنده کسانو په دغه ولایت کې د تاجکستان د وارداتي برېښنا یوه پايه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو په وسیله الوزولې او ويجاړه کړې يې ده.
(2022 / 4 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کندوز کې محلي سرچینو ځینو رسنیو ته ویلي چې ناپېژنده کسانو په دغه ولایت کې د تاجکستان د وارداتي برېښنا یوه پايه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو په وسیله الوزولې او ويجاړه کړې يې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن ماښام د کندوز ښار د “کله ګاو” په سيمه کې رامنځته شوې.
د کندز د استخباراتو وياند دغه پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي چې له امله يې د برښنا يوه ستنه ويجاړه شوې ده.