کاپیسا کې د زیږون د روغتیایي خدمتونو مرکز پرانیستل شو

0
187

کاپیسا کې د زیږون د روغتیایي خدمتونو مرکز پرانیستل شو

 

د کاپیسا ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر موسی جان طه او د افغانستان لپاره د ناروې د انستیتیوت مشر ډاکتر مګنوس واتردال په کاپیسا ولایت کې د ماشومانو د زیږون د روغتیایي خدمتونو یو مرکز پرانیسته وکړه.

 

د عامې روغتیا وزارت وایي چې دغه روغتیایي مرکز د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په روزاخیلو کلي کې جوړ شوی دی، چې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

 

دا مرکز به د عادي زیږون، د زیږون دمخه پاملرنې او د ماشومانو د معاینې په برخو کې میرمنو لپاره روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

 

د ناروې یاد انستیتیوت په ولایتي روغتون کې له څو کلونو راهیسې د نرسنګ انستیتیوت او د فزیوتراپي یوه څانګه په مالي مرسته جوړه کړې ده، چې ددغه مرکز په پرانیستلو سره به تر ډیره ددغه ولایت اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.

 

 

Leave a reply