د صوبې د ټولو سیمو د پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه کوو: محمود خان

باغي ټي وي رپورټ
د سوات پوهنتون د کانووکیشن غونډې ته د خېبرپښتونخوا وزیر اعلی محمود خان وینا په مهال ویل يدي چې د د ملاکنډ ډويژن پشمول ټوله صوبه کښې د تعليمي ادارو نيټ ورک جوړوي.
نوموړي اوویل چې په هری پور کې ډیجیټل ښار جوړ شوی دی او ډي آئي خان، مردان او سوات کښې به ډيجيټل ښارونه جوړولې شي .
محمود خان وویل، د پاکستان تحریک انصاف حکومت د صوبې د ټولو سیمو پرمختګ ته پاملرنه کوي. هغه اوویل چې زما د زړه ارمان وو چې سوات يونيورسټۍ په خپلو پښو ودروي کوم چې پوره شو.
وزيراعلي وويل، له بده مرغه، د سوات يونيورسټۍ لپاره د ځمکې د اخيستلو باوجود، يونيورسټۍ په کرايي ودانۍ وه ، هغه زیاته کړه چې وس اوس د سوات پوهنتون د ودانۍ د لومړي پړاو کار بشپړ شوی دی او زر به دا ټول کار مکمل شي .



