د پښتو ژبې بابای غزل امیر حمزه بابا شینواري ۳۰م تلین په لنډي کوتل کښې ونمانځل شو

0
166

نصیب شاه شینواري
د ضلع خیبر ،تحصیل لنډي کوتل څخه تعلق لرونکې او د پښتو ژبې نامتو شاعر او د پښتو ژبې بابا غزال امير حمزه خان شينواري ۳۰م تلين په ډېر درناوي ونمانځل شو، د تلین دستوره د لنډيکوتل په جرګه هال کښې د خیبر پښتو ادبي جرګې مشرانو تابیا کړې وه چې پکښې د افغانستان او د خیبر پښتونخوا بیله بیلو سیمو شاعرانو او ادیبانو هم برخه واخسته.

په غونډه کې د پښتونخوا او افغانستان ګڼ شمېر پښتنو شاعرانو او ادبي شخصیتونو، د مدني ټولنې غړو، د پښتو ادبیاتو محصلینو، استاذانو او پوهانو ګډون وکړو او د پښتو ژبې ،پښتنو د یو والي ،پښتنو ته د ښې لار ښودلو لپاره ی د حمزه بابا شینواري شعرونو او نور نثري لیک ته سلامونه وړاندې کړل او د حمزه بابا د پښتو ژبې او پښتون قام لپاره خدمت ی په درنو ټکو کښې وستایل.

د لنډېکوتل سیمې یو تکړه شاعر چې د حمزه بابا په شاعرۍ یې پی ایچ ډي کړې، تواب شاه مسرور، ددې لوی دستورې ویناوال او کوربه وو چې د حمزه بابا په ژوند او شعر یې رڼا واچوله او د حمزه بابا کار ی په درنو ټکو او خبرو سره وستایل.
تواب شاه مسرور ټولو مېلمنو ته ښه په خیر راغلې او ستړي مشي اوویل او ويې ويل چې حمزه بابا هغه لوی افسانوي شاعر وو چې نه يوازې په پښتو ژبه يې شاعري کړې بلکې په فارسي او اردو ژبو کښې يې هم غزلونه، ډرامې او نثر لیکلې دې چې د نړۍ نورو ژبو ویونکي ی هم ستاینه کوي او په درنه سترګه ورته ګوري.

د افغانستان او نورو سیمو شاعرانو په خپلو خبرو او شعرونو کښې د امير حمزه خان شينواري ادبي او شاعرانه استعدادونه وستايل او ويې ويل چې امير حمزه خان شينوارى د پښتو ژبې يو وتلى شاعر او ستر شخصيت وو.دوى وويل چې د حمزه بابا شعر او نثر د د پښتون قوم لپاره رنړا او ټوله لارښوونه ده چې باید مونږ او تاسو ترې عبرت واخلو او د حمزه بابا په خبرو او لارښوونه عمل وکړو.
شاعرانو او پوهانو د حمزه بابا ژوند او ادبي لاسته راوړنو ته درناوی وړاندې کړ.

ويناوالو د حمزه بابا د پښتو ژبې د ودې او د غزل ليکنې په برخه کې د حمزه بابا ستر خدمتونه ياد کړل او د خپل نثر او شعر له لارې يې حمزه بابا ته درناوى وړاندې کړو.


دا خبره مهمه ده او باید یادونه ی وشی چې امیر حمزه خان شینواری چې په حمزه بابا مشهور دی، د پښتو او اردو دواړو ژبو مشهور شاعر، ډرامه لیکونکی او لیکوال وو، د هغه ادبي ونډې،شاعری او نثر د پېښور پوهنتون په نصاب کښې د ماسټرۍ په کچه شامل کړې شوې دې.
حمزه بابا هغه لوړ شخصیت دې چې د هغه په ژوند، دپښتو ژبې لپاره خدمت په موضوع باندې د پی ایچ ډی(ډاکټرۍ ډګري) کولې شي.
د خیبر پښتو ادبي جرګې مشر ، د پښتو ژبې استاذ او ډاکټر تواب شاه اوویل چې تراوسه پورې د حمزه بابا په شاعرۍ او د پښتو ادب لپاره په کار د ادب او شاعرۍ مینه والو تر ۱۲ دولسو پي ایچ ډي مکمل کړي دي، هغه زیاته کړه چې د حمزه بابا د پښتو ژبې لپاره ادبي خدمت دومره لوی دې چې وس هم په دې څیړنې او تحقیق دوام لري او وخت سره سره به د حمزه بابا د پښتو او پښتنو لباره خدمت نړۍ ته را څرګند شي.
هغه د پښتو کلاسیک ادب او عصري تر منځ یو پل ګڼل کیږي.
حمزه بابا په کال 1907 کښې د ضلع خیبر په لنډي کوتل تحصیل کښې د خوګا خیلو اشرف خیلو کلي کښې د ملک بازمیر خان په کور کښې زېږېدلی وو او په کال 1994 د فبروري په ۱۸ مه نیټه ی ددې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
………

Leave a reply