خیبر پښتونخوا کښې د ترهګرۍ پیښې زیاتې شوي دي

0
139

باغی ټي وي رپورټ
له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې ډېرې شوې دي.

د مرکزي پولیسو د دفتر لخوا جاري شوي اسنادو له مخې، په خېبرپښتونخوا کې د ۲۰۲۱ نه تر ۲۰۲۳ پورې د ترهګرۍ ۱۳۲۷ پېښې شوي دي. له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو درې کاله وړاندې د ترهګرۍ ۴۴۹ پېښې شوې دي.

په اسنادو کې راغلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د ترهګرۍ ۲۶۰ پېښې، په ۲۰۲۲ کال کې ۴۹۵ او سږ کال ۵۷۲ پېښې شوې دي. د سند له مخې، سږ کال په ډي آئي خان کې د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې ۸۷ پېښې شوي دي.تېر کال په شمالي وزیرستان کې د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې ۱۰۲ پېښې شوې وې.

Leave a reply