د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان په اډياله جيل کې د خپل نامزدګۍ کاغذونه لاسليک کړل.

0
241

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان په اډياله جيل کې د خپل نامزدګۍ کاغذونه لاسليک کړل.

د نامزدګۍ کاغذونه د پي ټي آئي وکيل رائے محمد علي لخوا اډياله جيل ته وړل شوي وو۔

د رای محمد علي په وینا د پي ټي ايي بنسټ ایښودونکی به له میانوالی، لاهور او اسلام اباد څخه انتخابات وګټي.

رائي محمد علي وويل د اډياله جيل انتظاميې د نامزدګۍ کاغذونه اخيستي او اووه ساعته وروسته يې مونږ ته سپارلي دي.

بل لوري ته د توشه خانې په کيس کې د پي ټي ائي د باني د نااهلي کولو لړۍ لا هم برقراره ده، اسلام اباد هائي کورټ د توشه خانه کيس کې د مقدمې د عدالت د فيصلې په مکمله توګه معطل کولو دپاره د پي ټي آئي د باني عمران خان درخواست رد کړی دی.

د محکمې له پرېکړې وروسته په ټاکنو کې د عمران خان ګډون پوښتنې راولاړوي. د عدالت په فيصله کې ويل شوي چې تحريک انصاف د سزا معطلۍ په درخواست کې د فيصلې د معطل کولو غوښتنه نه ده کړې، سپريم کورټ واضحه کړې ده چې د سزا معطلولو فيصله نه معطل کوي، نظر ثاني یا په قانون کې د جزا د تعلیق د حکم تعدیل لپاره هیڅ ځای نشته

عدالت وويل کله چې د سزا معطلۍ لپاره درخواست جمع کړل شو نو د اليکشن کميشن لخوا د نااهلي کولو نوټيفيکيشن هم راغلى ؤ خو د دې باوجود د سزا معطلۍ په درخواست باندې د اوريدنې په مهال هيڅ بحث نۀ دى شوى او د راحت غوښتنه شوې ده.

Leave a reply