د ملک صدر ډاکټر عارف علوي د نگران وزیراعظم انور حق کاکړ د صلاح کار احد چیمه د لرې کولو منظوري ورکړې ده

0
242

باغی ټي وي رپورټ
د ملک صدر ډاکټر عارف علوي د نگران وزیراعظم انور حق کاکړ د صلاح کار احد چیمه د لرې کولو منظوري ورکړې ده.

نگران وزيراعظم د الېکشن کمېشن په هداياتو د احد چيمه د لرې کولو سمري صدر ته لېږلې وه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر له دندې د احد چیمه د لرې کولو منظوري ورکړه.
ایوان صدر بیان وايي، ولسمشر د نگران وزیراعظم په مشوره د احد چیمه د لرې کولو منظوري ورکړې ده.

د ولسمشر له منظورۍ وروسته احد چیمه د وزیراعظم د سلاکار له څوکۍ لرې کړل شوی او کابینې ډویژن د هغه د لرې کولو نوټیفیکیشن هم جاري کړی دی.

ياده دې وي چې اليکشن کميشن د اسټيبلشمنټ په اړه د نگران وزيراعظم صلاح کار احد چيمه د لرې کولو امر کړی وو.

اليکشن کميشن د هغه د لرې کولو په اړه د عمل درآمد رپورټ غوښتي وو او د رپورټ نه ترلاسه کولو نوټس يې اخستې وو چې سبا به سماعت کوي۔
له دې وړاندې نن د اليکشن کميشن په حکم آئي جي اسلام آباد اکبر ناصر خان او ډپټي کمشنر عرفان نواز ميمن هم د خپلو دندو نه لرې کړي شوي دي۔

Leave a reply